په قطر کې د امریکا سفارت شارژدافیر جان جانسن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستانۍ د شتمنۍ په اړه د بایډن خبرې غلتې تعبیر شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي دیپلومات زیاته کړې، امریکا د داسې لارې د پیدا کولو په لټه کې ده، چې وکړۍ شي د افغانانو شتمنۍ بېرته دوی ته ور وګرځوي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېست هم ویلي و، چې د افغانستان د شتمنۍ په اړه د بایډن خبرې ناسمې تعبیر شوې دي.
دغه راز پرون سپینې ماڼۍ هم ویلي و، چې د افغانستان ۳.۵ میلیارد ډالر شتمنۍ د بشري مرستو لپاره ده او ۳.۵ میلیارد ډالر نور د محکمې تر پرېکړې پورې پر خپل ځای دی او پر چا نه وېشل کېږي.
د یادونې ده، چې بایډن اوونۍ وړاندې د یوه فرمان له مخې د افغانستان د کنګل کړې شتمنۍ ۳۰۵ میلیارد ډالر امریکا کې د سپټمبر ۱۱ مې پېښې قربانیانو ته ځانګړې کړې ده.
خو د بایډن دغه اقدام په افغانستان، امریکا او ان په نړیواله کچه له غبرګون سره مخ شو او بایډن یې د افغانستان د شتمنۍ پر غلا تورن کړ.
جمهورخبري آژانس:کابل