۰

ایرانې کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنبی ۳۰ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۰
ایراني رسنۍ وايي، یو موټر چې ۱۱ تنه افغان کډوال په کې سپاره وو، چپه شوی دی.
ایرانې کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې
ایراني رسنۍ وايي، یو موټر چې ۱۱ تنه افغان کډوال په کې سپاره وو، چپه شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون د کهنوج او بندر عباس پر لاره چپه شوی چې له امله یې درې تنه مړه شوي او نهه نور ټپيان دي.
مړه شوي کسان افغانان دي چې په قاچاقي توګه یې غوښتل ایران ته ځانونه ورسوي.

د ایران روغتیايي چارواکو دغه پېښه تایید کړې ده.

د دغې پېښې جسدونه او ټپیان د ګرځنده ټیمونو او د سرې میاشتې په واسطه د کهنوج روغتون ته لېږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي