ټام وېسټ: له نوي حکومت سره د مذاکراتو دوام د ټولو په ګټه دی

2 حوت 1400 ساعت 14:39

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، د افغانستان له نوي حکومت سره د مذاکراتو دوام د ټولو په ګټه دی.


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، د افغانستان له نوي حکومت سره د مذاکراتو دوام د ټولو په ګټه دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو اړتیا ده او ددې موخې لپاره د خبرو دوام حتمي دي.

نوموړي زیاته کړې، له نوي حکومت سره دیپلوماسي او د خبرو دوام د ټولو اړخونو په ګټه دی نو ځکه یې ادامې ته لومړیتوب ورکوي.

وېسټ ټینګار کوي چې په حکومت کې د ښځینه وو ګډون او د ټول ګډونه حکومت رامنځ ته کول چې ټول وګړي پکې خپل ځان وویني د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه دي چې نوی حکومت یې مراعاتولو ته رابولو.

امریکايي ديپلومات داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت په ځلونو ویلي دوی ټولشموله حکومت جوړوي او د یوه پیاوړي حکومت د جوړولو لپاره یې خپلو مشورو ته ادامه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148060

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148060/

جمهور
  https://www.jomhornews.com