مالیې وزارت د عوایدو په اړه د سیګار راپور رد کړ

4 حوت 1400 ساعت 7:05

د افغانستان د مالیې وزارت د د سیکار هغه راپور رد کړ، چې ویلي یې دي اسلامي امارت هره ورځ ۳ میلیون ډالر عواید راټولوي.


د افغانستان د مالیې وزارت د د سیکار هغه راپور رد کړ، چې ویلي یې دي اسلامي امارت هره ورځ ۳ میلیون ډالر عواید راټولوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د سیګار دا راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی دی او دا څرګندونې هېڅ حقیقت نه لري، چې ګڼې امارت د ورې درې میلیون ډالر عواید راټولوي.

مالیې وزارت زیاته کړې، دوی تر اوسه پورې په دې اړه هیڅ راز رسمي ارقام نه دي خپاره کړي.

دغه وزارت له سیګار څخه غوښتنه کړې ده چې د تېر ایستونکو پر خبرو دې نه غولېږي او د هغوی پوچو څرګندونو ته دې هوا نه ورکوي.

دغه وزارت که څه هم د سیګار راپور رد کړی دی، خو په دې اړه یې جزیات نه دی ورکړي، چې دوی د ورځې څورمه عواید راټولوي او تر اوسه یې څومره ټول کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148117

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148117/

جمهور
  https://www.jomhornews.com