۰

مالیې وزارت د عوایدو په اړه د سیګار راپور رد کړ

چهارشنبه ۴ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۰۵
د افغانستان د مالیې وزارت د د سیکار هغه راپور رد کړ، چې ویلي یې دي اسلامي امارت هره ورځ ۳ میلیون ډالر عواید راټولوي.
مالیې وزارت د عوایدو په اړه د سیګار راپور رد کړ
د افغانستان د مالیې وزارت د د سیکار هغه راپور رد کړ، چې ویلي یې دي اسلامي امارت هره ورځ ۳ میلیون ډالر عواید راټولوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د سیګار دا راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی دی او دا څرګندونې هېڅ حقیقت نه لري، چې ګڼې امارت د ورې درې میلیون ډالر عواید راټولوي.

مالیې وزارت زیاته کړې، دوی تر اوسه پورې په دې اړه هیڅ راز رسمي ارقام نه دي خپاره کړي.

دغه وزارت له سیګار څخه غوښتنه کړې ده چې د تېر ایستونکو پر خبرو دې نه غولېږي او د هغوی پوچو څرګندونو ته دې هوا نه ورکوي.

دغه وزارت که څه هم د سیګار راپور رد کړی دی، خو په دې اړه یې جزیات نه دی ورکړي، چې دوی د ورځې څورمه عواید راټولوي او تر اوسه یې څومره ټول کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي