د هند مرسته شوي غنم ننګرهار ولایت ته راورسېدل

8 حوت 1400 ساعت 7:49

د افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنم لومړۍ جوپه چې ۲۵۰۰ ټنه غنم دي، ننګرهار ولایت ته را رسېدلې ده.


د افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنم لومړۍ جوپه چې ۲۵۰۰ ټنه غنم دي، ننګرهار ولایت ته را رسېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هند ۲۵۰۰ ټنه مرسته شوي غنم پرون شنبې د کب ۷ مه د پاکستان له لارې ننګرهار ولایت ته رارسېدلي دي.

هند له افغانستان سره ۵۰ زره ټنه غنم مرسته کړې چې لومړنۍ جوپه یې نن افغانستان ته را رسېدلې ده او نور به په نږدې راتلونکي کې کابل ته را ورسېږي.

هند په دې وروستیو کې له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرستې اعلان وکړ، پاکستان اجازه نه ورکوله چې د دغه هېواد له لارې د هند مرسته شوي غنم افغانستان ته ورسېږي.

خو څو ورځې وړاندې هندي رسنیو راپورونه ورکړل چې پاکستان د دغې مرستې د لېږد برخه کې د همکاریو ټټر وهلی دی او ژر به دا مرسته افغانستان ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148215

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148215/

جمهور
  https://www.jomhornews.com