۰

د هند مرسته شوي غنم ننګرهار ولایت ته راورسېدل

یکشنبه ۸ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۴۹
د افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنم لومړۍ جوپه چې ۲۵۰۰ ټنه غنم دي، ننګرهار ولایت ته را رسېدلې ده.
د هند مرسته شوي غنم ننګرهار ولایت ته راورسېدل
د افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنم لومړۍ جوپه چې ۲۵۰۰ ټنه غنم دي، ننګرهار ولایت ته را رسېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هند ۲۵۰۰ ټنه مرسته شوي غنم پرون شنبې د کب ۷ مه د پاکستان له لارې ننګرهار ولایت ته رارسېدلي دي.

هند له افغانستان سره ۵۰ زره ټنه غنم مرسته کړې چې لومړنۍ جوپه یې نن افغانستان ته را رسېدلې ده او نور به په نږدې راتلونکي کې کابل ته را ورسېږي.

هند په دې وروستیو کې له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرستې اعلان وکړ، پاکستان اجازه نه ورکوله چې د دغه هېواد له لارې د هند مرسته شوي غنم افغانستان ته ورسېږي.

خو څو ورځې وړاندې هندي رسنیو راپورونه ورکړل چې پاکستان د دغې مرستې د لېږد برخه کې د همکاریو ټټر وهلی دی او ژر به دا مرسته افغانستان ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي