۰

ملګري ملتونه:افغانستان کې باید بشري حقونه رعایت شي

سی شنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۵
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې پر بشري وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې ده.
ملګري ملتونه:افغانستان کې باید بشري حقونه رعایت شي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې پر بشري وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګوترېش په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان نوی حکومت باید بشري حقونو ته درناوی وکړي او نړیوال بشري قوانین دې عملي کړي.

نوموړي زیاته کړې، بشري حقونه داسې ځواکمنه مسئله ده چې سترګې نه شي ترې پټېدای، نو له همدې امله د افغانستان په ګډون د نړۍ ځينو نورو هېوادونو ته په کار ده چې د خپلو وګړو حقوق رعایت کړي او په دې توګه دې د نړیوالو قوانینو عملي کولو ته لار برابره کړي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بشري حقونو د رعایت کولو غوښتنه کړې ده، خو افغان حکومت وايي دوی د خپلو وګړو حقونو ته درناوی لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي