پاکستان له افغانستان سره د ۳۶۰۰ ټنه غنمو مرسته وکړه

10 حوت 1400 ساعت 7:59

پاکستاني چارواکو اعلان وکړ، چې له افغانستان سره مرسته شوي ۳۶۰۰ ټنه غنم یې تورخم کې د اسلامي امارت مسوولینو ته سپارلي دي.


پاکستاني چارواکو اعلان وکړ، چې له افغانستان سره مرسته شوي ۳۶۰۰ ټنه غنم یې تورخم کې د اسلامي امارت مسوولینو ته سپارلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان تېره شپه د کب ۹ مه په خپله ټوېټر پاڼه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان له لوري ۳۶۰۰ ټنه غنم د مرستې په توګه پرون د اسلامي امارت مسوولینو ته د تورخم په ښار کې وسپارل شول.

دی وايي، پاکستان ژمن دی، چې ۱۱۲ ټنه نور طبي او خوراکي توکي هم له افغانستان سره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148275

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148275/

جمهور
  https://www.jomhornews.com