۰

پاکستان له افغانستان سره د ۳۶۰۰ ټنه غنمو مرسته وکړه

سی شنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۹
پاکستاني چارواکو اعلان وکړ، چې له افغانستان سره مرسته شوي ۳۶۰۰ ټنه غنم یې تورخم کې د اسلامي امارت مسوولینو ته سپارلي دي.
پاکستان له افغانستان سره د ۳۶۰۰ ټنه غنمو مرسته وکړه
پاکستاني چارواکو اعلان وکړ، چې له افغانستان سره مرسته شوي ۳۶۰۰ ټنه غنم یې تورخم کې د اسلامي امارت مسوولینو ته سپارلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان تېره شپه د کب ۹ مه په خپله ټوېټر پاڼه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان له لوري ۳۶۰۰ ټنه غنم د مرستې په توګه پرون د اسلامي امارت مسوولینو ته د تورخم په ښار کې وسپارل شول.

دی وايي، پاکستان ژمن دی، چې ۱۱۲ ټنه نور طبي او خوراکي توکي هم له افغانستان سره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي