۰

کرکټ: افغانستان وروستۍ لوبه کې بنګله دېش ته ماته ورکړه

سی شنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۶
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ په وروستۍ لوبه کې افغان لوبډلې د بنګله دېش لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه.
کرکټ: افغانستان وروستۍ لوبه کې بنګله دېش ته ماته ورکړه
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ په وروستۍ لوبه کې افغان لوبډلې د بنګله دېش لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه لوبلړۍ وروستۍ لوبه پرون دوشنبې د کب ۹ مه پیل شوه، چې پچه یا ټاس بنګله دېش لوبډلې وګټلو او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د بنګله دېش لوبډلې د لوبې په ۴۷ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۲ منډې وکړې او افغانستان ته یې ۱۹۳ هدف وټاکه.

د افغان لوبغاړو له خوا راشد خان درې، محمد نبي دوه، فضل الحق فاروقي او عظمت الله عمرزي یو یو لوبغاړی وسوځاوه او درې لوبغاړي رن اوټ شول.

د لوبې په دویمه پاڼې د افغانستان د توپ وهنې پیل خورا ښه او د رحمن الله ګربز د ۱۰۶ ناسوځېدلو منډو په کولو سره افغان لوبډلې دغه هدف په ۴۱ اور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړه.

دا لوبې د ۲۰۲۳ د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو ته د مستقیم ورتګ لپاره کېږي چې په هر بري سره لس نومرې ورکول کیږي. افغانستان دا ډول شاوخوا ۲۴ لوبې لري چې دا یې نهمه وه.

افغانستان په نهو لوبو کې یې اووه ګټلې او دوې بایللې دي، په پاتې لوبو کې چې اووه نورې وګټي، ښايي د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته به مستقیم ولاړ شي.

د یادونې ده، چې افغانستان له بنګله دېش سره دوې شل اوریزې لوبې هم لري چې د مارچ د میاشتې په درېیمه او پنځمه (را روانه پنجشنبه او شنبه) نېټه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي