اروزګان کې له ۵۶ روغتیايي مرکزونو سره د طبي توکو مرسته کېږي

12 حوت 1400 ساعت 9:38

موې موسیې په اروزګان ولایت کې د ۵۶ روغتیایي مرکزونو سره د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي توکو او درملو مرسته کوي.


موې موسیې په اروزګان ولایت کې د ۵۶ روغتیایي مرکزونو سره د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي توکو او درملو مرسته کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې موسسې ولايتي مسول پیدا والله ناصري وايي، دوی د څه باندې ۱۱ ميليونه افغانیو په ارزښت طبي او غېرې طبي وسايل او د ۱۸ نیم ميليونه افغانیو درمل پېرلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه توکي او درمل به د ارزګان پر ۵۶ روغتیايي مرکزونو و وېشل شي، چې ورسره به په روغتونونو کې شته ستونزې حل شي.

په ورته وخت کې د اروزګان سیمه ییزه چارواکو د مرستو هرکلی کوي وايي، د دغو مرستو سره به په روغتونونو کې پرتې ستونزې حل شي.

د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال هم دغه مرستې ګټورې بللې وايي، یادو مرستو ته زیات اړتیا وه، خو په وینا یې دغه مرستې بسنه نه کوي او د نورو غوښتنه کوي.

عام خلک هم د يادې موسسې له خوا د ترسره شوېو مرستو هرکلی کوي او په خبره يې چې خلک په روغتيايي مرکزونو کې له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې هم دغه ولايت کې په روغتيايي مرکزونو کې خلکو د درمل او نورو روغتيايي اسانتياوو له نشت څخه شکايت کاوه او دې برخه کې یې د پاملرنې غوښتنه کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148360

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148360/

جمهور
  https://www.jomhornews.com