۰

اروزګان کې له ۵۶ روغتیايي مرکزونو سره د طبي توکو مرسته کېږي

پنجشنبه ۱۲ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۸
موې موسیې په اروزګان ولایت کې د ۵۶ روغتیایي مرکزونو سره د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي توکو او درملو مرسته کوي.
اروزګان کې له ۵۶ روغتیايي مرکزونو سره د طبي توکو مرسته کېږي
موې موسیې په اروزګان ولایت کې د ۵۶ روغتیایي مرکزونو سره د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي توکو او درملو مرسته کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې موسسې ولايتي مسول پیدا والله ناصري وايي، دوی د څه باندې ۱۱ ميليونه افغانیو په ارزښت طبي او غېرې طبي وسايل او د ۱۸ نیم ميليونه افغانیو درمل پېرلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه توکي او درمل به د ارزګان پر ۵۶ روغتیايي مرکزونو و وېشل شي، چې ورسره به په روغتونونو کې شته ستونزې حل شي.

په ورته وخت کې د اروزګان سیمه ییزه چارواکو د مرستو هرکلی کوي وايي، د دغو مرستو سره به په روغتونونو کې پرتې ستونزې حل شي.

د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال هم دغه مرستې ګټورې بللې وايي، یادو مرستو ته زیات اړتیا وه، خو په وینا یې دغه مرستې بسنه نه کوي او د نورو غوښتنه کوي.

عام خلک هم د يادې موسسې له خوا د ترسره شوېو مرستو هرکلی کوي او په خبره يې چې خلک په روغتيايي مرکزونو کې له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې هم دغه ولايت کې په روغتيايي مرکزونو کې خلکو د درمل او نورو روغتيايي اسانتياوو له نشت څخه شکايت کاوه او دې برخه کې یې د پاملرنې غوښتنه کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي