کرکټ: افغانستان نن له بنګله دېش سره لوبه کوي

12 حوت 1400 ساعت 9:56

تر پنځوس اوریزه سیالیو وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له بنګله دېش ملي لوبډلې سره د شل اوریزه لوبو لړۍ پیلوي.


تر پنځوس اوریزه سیالیو وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له بنګله دېش ملي لوبډلې سره د شل اوریزه لوبو لړۍ پیلوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه لړۍ کې دوه شل اوریزه لوبې تر سره کېږي، چې لومړی هغه به یې نن چهارشنبې د کب ۱۱ مه تر سره شي.

د لوبې لپاره افغان لوبغاړي بنګله دېش ته رسېدلي او له وړاندې په چمتوالي بوخت وو.

دواړه لوبې به د میرپور په لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، د افغانستان لوبډله ډاکې ته رسېدلې چې د بنګله دېش په وړاندې په دغه لوبغالي کې دوې شل اوره سیالۍ وکړي.

دی وايي، ټیم ښه تیاری نیولې او هیله ده چې ښه نتیجه ترلاسه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148361

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148361/

جمهور
  https://www.jomhornews.com