تر پنځوس اوریزه سیالیو وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له بنګله دېش ملي لوبډلې سره د شل اوریزه لوبو لړۍ پیلوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه لړۍ کې دوه شل اوریزه لوبې تر سره کېږي، چې لومړی هغه به یې نن چهارشنبې د کب ۱۱ مه تر سره شي.
د لوبې لپاره افغان لوبغاړي بنګله دېش ته رسېدلي او له وړاندې په چمتوالي بوخت وو.
دواړه لوبې به د میرپور په لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، د افغانستان لوبډله ډاکې ته رسېدلې چې د بنګله دېش په وړاندې په دغه لوبغالي کې دوې شل اوره سیالۍ وکړي.
دی وايي، ټیم ښه تیاری نیولې او هیله ده چې ښه نتیجه ترلاسه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل