ګوترېش د قطر له بهرنیو چارو وزیر سره پر افغانستان خبرې کړې

14 حوت 1400 ساعت 7:02

د راپورونو له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.


د راپورونو له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې مکالمه کې د افغانستان پر روان بشري او اقتصادي وضعیت نظرونه تبادله شوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوی د افغانستان په تړاو له ملګرو ملتونو سره بشپړې همکارۍ ته تیار دي او د بشري حقونو د رعایت او بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅه کوي.

ښغلي عبدالرحمن زیاته کړې، دوی غواړي له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ د نړیوال پرمختګ او پراختیا په برخه کې هڅې وکړي.

په ورته وخت کې انتونیو ګوتریش هم ویلي چې قطر د نړیوالو بشري موضوعاتو په برخه کې همکاري کړې ده او تمه لري چې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات په راتګ کې خپلې هڅې لا ډېرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148386

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148386/

جمهور
  https://www.jomhornews.com