۰

ګوترېش د قطر له بهرنیو چارو وزیر سره پر افغانستان خبرې کړې

شنبی ۱۴ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۰۲
د راپورونو له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
ګوترېش د قطر له بهرنیو چارو وزیر سره پر افغانستان خبرې کړې
د راپورونو له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې مکالمه کې د افغانستان پر روان بشري او اقتصادي وضعیت نظرونه تبادله شوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوی د افغانستان په تړاو له ملګرو ملتونو سره بشپړې همکارۍ ته تیار دي او د بشري حقونو د رعایت او بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅه کوي.

ښغلي عبدالرحمن زیاته کړې، دوی غواړي له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ د نړیوال پرمختګ او پراختیا په برخه کې هڅې وکړي.

په ورته وخت کې انتونیو ګوتریش هم ویلي چې قطر د نړیوالو بشري موضوعاتو په برخه کې همکاري کړې ده او تمه لري چې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات په راتګ کې خپلې هڅې لا ډېرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي