د پېښور د پروني برید مسوولیت داعش ډلې اخیستی

14 حوت 1400 ساعت 8:43

له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د خیبرپښتونخوا مرکز پېښور ښار کې د پروني خونړي برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.


له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د خیبرپښتونخوا مرکز پېښور ښار کې د پروني خونړي برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پېښو ښار د قصه خوانۍ بازار د شعیه ګانو په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه د ادا کولو پر مهال ځانمرګی برید وشو.

عیني شاهدانو ویلي، بریدکوونکی جومات ته پر موټر سایکل سپور راغی او د خپلو بمونو له الوزولو مخکې یې پر جماعت ډزې وکړې او وروسته یې چاودنه وکړه.

د عیني شاهدانو په وینا په دغه برید کې تر ۶۰ پورې کسان وژل شوي او ۱۹۴ نور ټپیان شوي دي.

د پېښې ټپیان روغتونو ته وړل شوي، چې د روغتیاپالانو په وینا د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.

د دغه خونړي برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148400

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148400/

جمهور
  https://www.jomhornews.com