له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د خیبرپښتونخوا مرکز پېښور ښار کې د پروني خونړي برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پېښو ښار د قصه خوانۍ بازار د شعیه ګانو په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه د ادا کولو پر مهال ځانمرګی برید وشو.
عیني شاهدانو ویلي، بریدکوونکی جومات ته پر موټر سایکل سپور راغی او د خپلو بمونو له الوزولو مخکې یې پر جماعت ډزې وکړې او وروسته یې چاودنه وکړه.
د عیني شاهدانو په وینا په دغه برید کې تر ۶۰ پورې کسان وژل شوي او ۱۹۴ نور ټپیان شوي دي.
د پېښې ټپیان روغتونو ته وړل شوي، چې د روغتیاپالانو په وینا د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.
د دغه خونړي برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل