کندوز کې یوه ښځه له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شوې

15 حوت 1400 ساعت 9:23

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د اسلامي امارت ځواکونو کندوز ولایت کې یوه ښځه له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د اسلامي امارت ځواکونو کندوز ولایت کې یوه ښځه له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ښځې سره دوه تومانچې، یوه چانټه، درې شاجوره د کلاشنکوف مرمۍ، ۷ برچې، یوه اندازه نورې مختلفې مرمۍ، یو امریکايي دربین، د کابل بانک لس کاروتونه، یو شمېر سیمکارتونه او نور وسایل نیول شوي دي.

امنیتي چارواکو د دې ښځې د هویت او نورو جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148435

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148435/

جمهور
  https://www.jomhornews.com