۰

کندوز کې یوه ښځه له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شوې

یکشنبه ۱۵ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د اسلامي امارت ځواکونو کندوز ولایت کې یوه ښځه له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولې ده.
کندوز کې یوه ښځه له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شوې
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د اسلامي امارت ځواکونو کندوز ولایت کې یوه ښځه له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ښځې سره دوه تومانچې، یوه چانټه، درې شاجوره د کلاشنکوف مرمۍ، ۷ برچې، یوه اندازه نورې مختلفې مرمۍ، یو امریکايي دربین، د کابل بانک لس کاروتونه، یو شمېر سیمکارتونه او نور وسایل نیول شوي دي.

امنیتي چارواکو د دې ښځې د هویت او نورو جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي