رحمن الله ګربز هم د هند د کرکت غوره لیګ سیالیو کې واخستل شو

18 حوت 1400 ساعت 9:51

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې توپ وهونکی رحمان الله ګربز د هند د غوره لیګ په سیالیو کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې اخیستی.


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې توپ وهونکی رحمان الله ګربز د هند د غوره لیګ په سیالیو کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې اخیستی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې که څه هم ګربز د دغه لیک د لوبغاړو د پېر یا بولۍ کې وانخستل شو خو اوس ځینې راپورونه وایي، چې نوموړی کجرات لوبډلې ورخپل کړی دی.

د کریک انفو ویب پاڼې لیکلي چې ګربز د انګلستان د لوبغاړي جسین روای پر ځای اخیستل شوی.

په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې رحمان الله ګربز د ۵۰ لکو هندي کلدارو په بدل کې د سږکال د سیالیو لپاره اخیستل شوي چې تقریبا ۶۶ زره امریکایي ډالر کیږي.

ګربز د افغانستان د ملي لوبډلې تر څنګ د پاکستان، بنګله دیش او سریلانکا په غوره لیګونو کې هم لوبې کړي.

هغه په تیزې توپ وهنې کې نوم لري او دا وړتیا لري چې د میدان هرې خوا ته شاټ ووهي.

دا لومړی ځل دی چې د ګجرات لوبډله د هند د کرکټ د غوره لیګ (IPL) کې برخه اخلي.

دې لوبډلې راشد خان د بولۍ وړاندې اخیستی و خو نور احمد لکڼوال یې په بولۍ کې واخیست.

لکڼوال د هند د غوره لیګ د دې پړاو په سیالیو کې تر ټولو کمکی لوبغاړی دی.

د یادونې ده، چې د سږ کال آی پي ایل په سیالیو کې د ګربز په راتګ سره ۵ افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان، نور احمد لکڼوال او فضل حق فاروقي برخه لري.

دا ځل د هند د غوره لیګ په سیالیو کې ۱۰ لوبډلې دي او ۶ سوه هندي او نړیوال لوبغاړي په بولۍ کې و.

دا د آی پي ایل پنځلسم پړاو دی چې ټاکل شوې د را روانې مارچ د میاشتې په وروستو ورځو کې پیل او د مې په میاشت کې پای ته ورسیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148558

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148558/

جمهور
  https://www.jomhornews.com