د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې توپ وهونکی رحمان الله ګربز د هند د غوره لیګ په سیالیو کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې اخیستی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې که څه هم ګربز د دغه لیک د لوبغاړو د پېر یا بولۍ کې وانخستل شو خو اوس ځینې راپورونه وایي، چې نوموړی کجرات لوبډلې ورخپل کړی دی.
د کریک انفو ویب پاڼې لیکلي چې ګربز د انګلستان د لوبغاړي جسین روای پر ځای اخیستل شوی.
په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې رحمان الله ګربز د ۵۰ لکو هندي کلدارو په بدل کې د سږکال د سیالیو لپاره اخیستل شوي چې تقریبا ۶۶ زره امریکایي ډالر کیږي.
ګربز د افغانستان د ملي لوبډلې تر څنګ د پاکستان، بنګله دیش او سریلانکا په غوره لیګونو کې هم لوبې کړي.
هغه په تیزې توپ وهنې کې نوم لري او دا وړتیا لري چې د میدان هرې خوا ته شاټ ووهي.
دا لومړی ځل دی چې د ګجرات لوبډله د هند د کرکټ د غوره لیګ (IPL) کې برخه اخلي.
دې لوبډلې راشد خان د بولۍ وړاندې اخیستی و خو نور احمد لکڼوال یې په بولۍ کې واخیست.
لکڼوال د هند د غوره لیګ د دې پړاو په سیالیو کې تر ټولو کمکی لوبغاړی دی.
د یادونې ده، چې د سږ کال آی پي ایل په سیالیو کې د ګربز په راتګ سره ۵ افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان، نور احمد لکڼوال او فضل حق فاروقي برخه لري.
دا ځل د هند د غوره لیګ په سیالیو کې ۱۰ لوبډلې دي او ۶ سوه هندي او نړیوال لوبغاړي په بولۍ کې و.
دا د آی پي ایل پنځلسم پړاو دی چې ټاکل شوې د را روانې مارچ د میاشتې په وروستو ورځو کې پیل او د مې په میاشت کې پای ته ورسیږي.
جمهورخبري آژانس:کابل