جاپان له افغانستان سره درې میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه

21 حوت 1400 ساعت 13:05

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونیسف ویلي، جاپان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې درې میلیونه ډالره مرسته کوي.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونیسف ویلي، جاپان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې درې میلیونه ډالره مرسته کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې زیاته کړې، په افغانستان کې شاوخوا ۶۹ زره کسان په ځانګړې توګه بې ځایه شوي کسان به له دې پیسو ګټه اخلي.

د یونیسف د خبرپاڼې له مخې د دغو پیسو یوه برخه به د افغان ماشومانو په پالنه او ملاتړ ولګول شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي، په پام کې لري چې سږ کال له ۱۲،۹ میلیونه ماشومانو سره مرسته وکړي.

یونیسف ویلي چې د افغان ماشومانو ژوند له بېړنیو مرستو پرته ناشونی دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان له روغتیايي برخې سره مرستې زیاتې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148646

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148646/

جمهور
  https://www.jomhornews.com