پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیول شوې

23 حوت 1400 ساعت 7:14

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې دوه کسان چې پاکستان ته یې وسلې قاچاق کولې نیول شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې دوه کسان چې پاکستان ته یې وسلې قاچاق کولې نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند مولوي شکېب وايي، دغه کسان تېره شپه ناوخته د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د شېرو اوبو په نوم سیمه کې د ډیورنډ فرضي کرښې په صفري برخه کې هغه مهال ونیول شول چې پاکستان ته یې وسلې قاچاق کولې.

نوموړی وایي، سرحدي ځواکونو موټر تقعیب کړی کله چې د یو غره ډډې ته رسېدلي، څلور تنه یې تښتېدلي او دوه تنه نور نیول شوي دي.
شکېب په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148709

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148709/

جمهور
  https://www.jomhornews.com