فضل هادي مسلم یار متحده عربي امارتو ته ولاړ

23 حوت 1400 ساعت 7:55

د افغانستان د مخکني نظام د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار متحده عربي امارتو ته ولاړ.


د افغانستان د مخکني نظام د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار متحده عربي امارتو ته ولاړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مسلمیار نن د کب ۲۳ مه اماراتو ته تللی او هغه ته نېږدو سرچینو هم د سفر تایید کړی دی.

دغه سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د مسلم یار د سفر په اړه ستونزې وې، خو حل شوې او سفر یې هم شخصي دی.

د سرچینې په وینا د مسلمیار سفر د یوې اوونۍ لپاره دی.

مسلمیار پر داسې مهال له هېواده بهر وځي، چې تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي منلې وه، چې پر ده، ډاکتر عبدالله او مسلم یار بهر ته د تګ بندیزونه دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148712

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148712/

جمهور
  https://www.jomhornews.com