۰

فضل هادي مسلم یار متحده عربي امارتو ته ولاړ

دوشنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۵
د افغانستان د مخکني نظام د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار متحده عربي امارتو ته ولاړ.
فضل هادي مسلم یار متحده عربي امارتو ته ولاړ
د افغانستان د مخکني نظام د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار متحده عربي امارتو ته ولاړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مسلمیار نن د کب ۲۳ مه اماراتو ته تللی او هغه ته نېږدو سرچینو هم د سفر تایید کړی دی.

دغه سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د مسلم یار د سفر په اړه ستونزې وې، خو حل شوې او سفر یې هم شخصي دی.

د سرچینې په وینا د مسلمیار سفر د یوې اوونۍ لپاره دی.

مسلمیار پر داسې مهال له هېواده بهر وځي، چې تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي منلې وه، چې پر ده، ډاکتر عبدالله او مسلم یار بهر ته د تګ بندیزونه دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي