ایران سره پر پوله یو کس له ۶ لکه ډالرو سره یو ځای نیول شوی دی

24 حوت 1400 ساعت 10:49

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د ایران سره پر پوله یو تن نیولي، چې غوښتل یې ۶ لکه امریکايي ډالر ایران ته قاچاق کړي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د ایران سره پر پوله یو تن نیولي، چې غوښتل یې ۶ لکه امریکايي ډالر ایران ته قاچاق کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نیمروز ولایت کې د سرحدي ځواکونو قوماندان محمد هاشم حنظله وايي، دغه کس یې پرون دوشنبې د کب ۲۳ مه د ایران سره پر پوله نیولی دی.

نوموړي زیاته کړې، دغه کس چې غوښتل یې ۶ سوه زره امریکايي ډالر ایران ته یوسي د په صفري نقطه پل ابرېشم کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیولو شوی دی.

ښاغلي حنظله و ویل، نیول شوی کس د نیمروز ولایت اوسېدونکی دی او تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه اندازه ډالر په کومه موخه ایران ته وړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148771

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148771/

جمهور
  https://www.jomhornews.com