بلوچستان: چاودنې ۱۴ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

25 حوت 1400 ساعت 10:08

له ډېورنډ کرښې پورې غاړې بلوچستان ایالت کې د پاکستاني ځواکونو پر کاروان بمي چاودنه شوې او ۱۴ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


له ډېورنډ کرښې پورې غاړې بلوچستان ایالت کې د پاکستاني ځواکونو پر کاروان بمي چاودنه شوې او ۱۴ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون سه شنبې د کب ۲۴ مه د بلوچستان مرکز کوټې جنوب لوېدیځ ته په ۱۸۰ کیلومترۍ کې په یوه پرته سیمه کې شوې ده.

ځايي پاکستاني چارواکو ویلي، د سرتېرو یو کاروان له یادې سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې د سړک د غاړې چاودنه پرې شوې ده.

دوی وايي، په دغه چاودنه کې ۴ سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

چارواکو په دې اړه جزیات نه دي ورکړي.

د برید مسوولیت بلوڅ آزادي غوښتونکو منلی وايي، ۱۰ پاکستاني پوځیان یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 148819

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148819/

جمهور
  https://www.jomhornews.com