له ډېورنډ کرښې پورې غاړې بلوچستان ایالت کې د پاکستاني ځواکونو پر کاروان بمي چاودنه شوې او ۱۴ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون سه شنبې د کب ۲۴ مه د بلوچستان مرکز کوټې جنوب لوېدیځ ته په ۱۸۰ کیلومترۍ کې په یوه پرته سیمه کې شوې ده.
ځايي پاکستاني چارواکو ویلي، د سرتېرو یو کاروان له یادې سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې د سړک د غاړې چاودنه پرې شوې ده.
دوی وايي، په دغه چاودنه کې ۴ سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
چارواکو په دې اړه جزیات نه دي ورکړي.
د برید مسوولیت بلوڅ آزادي غوښتونکو منلی وايي، ۱۰ پاکستاني پوځیان یې وژلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل