۰

امریکا افغان کډوالو ته د موقتې اوسېدنې اجازه ورکړه

پنجشنبه ۲۶ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۴
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې امریکا زرګونه ورغلو افغان کډوالو ته د اوسېدو موقتي جواز ورکړ.
امریکا افغان کډوالو ته د موقتې اوسېدنې اجازه ورکړه
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې امریکا زرګونه ورغلو افغان کډوالو ته د اوسېدو موقتي جواز ورکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د موقتې ساتنې په نامه دغه جواز افغانانو ته اجازه ورکوي چې د موقتې مودې لپاره په دغه هېواد کې د ایستلو له ګواښ خوندي وي.

د امریکا ولسمشر دا فرمان صادر کړی او په هغه کې راغلي چې تر شاوخوا اتلسو میاشتو پورې دغه افغانان په امریکا کې د موقتې ساتنې له امتیاز برخمن دي او په امریکا کې کار او اوسېدو لپاره غوښتنې سپارلی شي.

امریکا وایي، په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې د کار او یا هم زده کړو لپاره امریکا ته راغلي وو، خو د وضعیت له اوښتلو سره هلته پاتې شوې دي.

دوی په موقته توګه د اوسېدو جواز لري، خو کولی شي په دې موده کې د دایمي اوسېدو لپاره هلې ځلې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي