اسلامي امارت:

موږ نوروز نه لمانځو خو که خلک یې لمانځي مخنیوی یې نه کوو

29 حوت 1400 ساعت 9:46

د افغانستان د اسلامي امارت سرپرست حکومت وایي، دوی په رسمي توګه نوروز نه لمانځي خو که خلک غواړي لمانځلی یې شي.


د افغانستان د اسلامي امارت سرپرست حکومت وایي، دوی په رسمي توګه نوروز نه لمانځي خو که خلک غواړي لمانځلی یې شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د اسلامي امارت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د دوی حکومت په رسمي توګه نوروز نه لمانځي ځکه د ده په وینا هغه مراسم چې اسلام کې نشته دوی یې نه لمانځي.
خو مجاهد وايي، که خلک وغواړي چې نوروز ولمانځي نو دوی یې مخه نه نیسي.

د یادونې ده، چې له اوږدو زمانو را پدیخوا نوروز افغانستان کې د یوې دودیزې میلې په توګه لمانځل کېږي او زرګونه خلک په کې برخه اخلي.

ملګرو ملتونو هم نوروز د یوه نړیوال کلتوري میراث په توګه پیژندلی او د مارچ ۲۱ مه یې د نوروز نړیوالې ورځې په نامه نومولې ده.

طالبانو د خپلې لومړۍ واکنۍ پر مهال د نوروز پر لمانځلو بندیز لګولی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148955

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148955/

جمهور
  https://www.jomhornews.com