۰
اسلامي امارت:

موږ نوروز نه لمانځو خو که خلک یې لمانځي مخنیوی یې نه کوو

یکشنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۶
د افغانستان د اسلامي امارت سرپرست حکومت وایي، دوی په رسمي توګه نوروز نه لمانځي خو که خلک غواړي لمانځلی یې شي.
موږ نوروز نه لمانځو خو که خلک یې لمانځي مخنیوی یې نه کوو
د افغانستان د اسلامي امارت سرپرست حکومت وایي، دوی په رسمي توګه نوروز نه لمانځي خو که خلک غواړي لمانځلی یې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د اسلامي امارت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د دوی حکومت په رسمي توګه نوروز نه لمانځي ځکه د ده په وینا هغه مراسم چې اسلام کې نشته دوی یې نه لمانځي.
خو مجاهد وايي، که خلک وغواړي چې نوروز ولمانځي نو دوی یې مخه نه نیسي.

د یادونې ده، چې له اوږدو زمانو را پدیخوا نوروز افغانستان کې د یوې دودیزې میلې په توګه لمانځل کېږي او زرګونه خلک په کې برخه اخلي.

ملګرو ملتونو هم نوروز د یوه نړیوال کلتوري میراث په توګه پیژندلی او د مارچ ۲۱ مه یې د نوروز نړیوالې ورځې په نامه نومولې ده.

طالبانو د خپلې لومړۍ واکنۍ پر مهال د نوروز پر لمانځلو بندیز لګولی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي