د افغانستان بانک نن ۱۲ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

3 حمل 1401 ساعت 9:35

د افغانستان بانک د افغانۍ ارزښت لوړوالي لپاره نن سه شنبې د وري ۳ مه ۱۲ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.


د افغانستان بانک د افغانۍ ارزښت لوړوالي لپاره نن سه شنبې د وري ۳ مه ۱۲ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان بانک وايي، دغه ډالر به د یوې ازادې داوطلبۍ له لارې شاوخوا د یوې رڼې پروسې له لارې وپلوري.

د دغه بانک په خبره، له دې کار څخه یې موخه د افغانۍ ارزښت لوړوالی دی او ټینګار کوي چې دوی به د افغانۍ د ثبات لپاره خپل ورتر غاړې مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی خو په بازار کې د خوراکي توکو بیې په خپل حال پاتې دي.

خلک له مسوولینو څخه غواړي چې د توکو د بیېو په برخه کې عملي او جدي ګامونه پورته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148997

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148997/

جمهور
  https://www.jomhornews.com