مصر: افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات لپاره باید هڅه وشي

3 حمل 1401 ساعت 9:40

د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح حسن په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات لپاره هڅه کوي.


د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح حسن په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات لپاره هڅه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سامح حسن د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې  ویلي، د سیمې په تېره د اسلامي هېوادونو مسوولیت دی چې له افغانستان سره د دایمي سولې او ثبات په راوستو کې هڅه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې مصر پر خپل وار په دې لټه کې دی چې د افغانستان روان بشري ناورین پای ته ورسېږي او دغه هېواد ته دایمي پرمختګ، سوله او ثبات راوستل شي.

ښاغلي سامح حسن زیاته کړې د اسلامي همکاریو سازمان په دې غونډه کې به هم افغان ستونزې ته د حللارو لټولو په برخه کې بحثونه وشي او هڅه کېږي له دغه هېواد سره د بشردوستانه مرستو لپاره نوې ژمنې رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148998

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148998/

جمهور
  https://www.jomhornews.com