د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح حسن په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات لپاره هڅه کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سامح حسن د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي، د سیمې په تېره د اسلامي هېوادونو مسوولیت دی چې له افغانستان سره د دایمي سولې او ثبات په راوستو کې هڅه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې مصر پر خپل وار په دې لټه کې دی چې د افغانستان روان بشري ناورین پای ته ورسېږي او دغه هېواد ته دایمي پرمختګ، سوله او ثبات راوستل شي.
ښاغلي سامح حسن زیاته کړې د اسلامي همکاریو سازمان په دې غونډه کې به هم افغان ستونزې ته د حللارو لټولو په برخه کې بحثونه وشي او هڅه کېږي له دغه هېواد سره د بشردوستانه مرستو لپاره نوې ژمنې رامنځ ته شي.
جمهورخبري آژانس:کابل