متقي د ملګرو ملتونو له استازې سره پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي

3 حمل 1401 ساعت 9:55

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره  کتلي دي.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره  کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې ناسته کې د بشري مرستو، بشري حقونو، پراختیایي پروژو او د افغانستان د بانکي مسایلو په اړه خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې دیبرا لاینز په دې کتنه کې د هغه راپور جزئیات له ښاغلي متقي سره شریک کړل چې په وروستیو کې یې د امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړی و.

متقي بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مأموریت د غځېدو په اړه ویلي،  هیله‌ من دی چې د افغانستان لپاره به ښې پایلې ولري.

ملګرو ملتونو تېره اوونۍ په افغانستان کې خپل مأموریت د یوه بل کال په مخه تمدید کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149002

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149002/

جمهور
  https://www.jomhornews.com