د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې ناسته کې د بشري مرستو، بشري حقونو، پراختیایي پروژو او د افغانستان د بانکي مسایلو په اړه خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې دیبرا لاینز په دې کتنه کې د هغه راپور جزئیات له ښاغلي متقي سره شریک کړل چې په وروستیو کې یې د امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړی و.
متقي بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مأموریت د غځېدو په اړه ویلي، هیله من دی چې د افغانستان لپاره به ښې پایلې ولري.
ملګرو ملتونو تېره اوونۍ په افغانستان کې خپل مأموریت د یوه بل کال په مخه تمدید کړ.
جمهورخبري آژانس:کابل