د چین د بهرنیو چارو وزیر: د مس عینک پر کان د کار لپاره چمتو یو

6 حمل 1401 ساعت 9:47

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلی، هېواد یې چمتوی دی، چې افغانستان کې د مس عینک په کان کار شروع کړي.


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلی، هېواد یې چمتوی دی، چې افغانستان کې د مس عینک په کان کار شروع کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي یي چې د تېرې پنشنبې په ورځ کابل ته په ناڅاپي سفر راغلی و دغه څرګندونې د افغانستان د رییس الوزار د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدنه کې کړې دي.

د رییس الوزرا د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر وايي، په دې لیدنه کې وانګ یي وویل چې هېواد یې د کانونو د استخراج او نورو اقتصادي برخو کې پانګونې او دغه راز پر مس عینک کان باندې د کار پیلولو ته بشپړ چمتووالی لري.

د یادونې ده، چې وانګ یي د دغه سفر په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سربېره له ګڼو افغان چارواکو سره پر مختلفو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149070

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149070/

جمهور
  https://www.jomhornews.com