د امریکا ځانګړی استازی:

تمه ده طالبانو د نجونو د ښوونځیو پر پرېکړه له سره غور وکړي

7 حمل 1401 ساعت 9:31

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ وايي، تمه ده، چې طالبان د نجونو ښوونځیو په اړه پر کړې پرېکړه له سره غور وکړي، او ژر تر ژره نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ وايي، تمه ده، چې طالبان د نجونو ښوونځیو په اړه پر کړې پرېکړه له سره غور وکړي، او ژر تر ژره نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وېسټ پرون شنبې د وري ۶ مه دوحه کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي تمه ده په راتلونکو ورځو کې د طالبانو دغه اقدام کې د بدلون لېدونکی وي.

نوموړي یو ځل بیا ویلي، دا چې طالبانو له شپږو پورته د نجونو ښوونځي تړلي دی پرې خواشینی دی.

د وېسټ په وینا د طالبانو دا پرېکړه نه یوازې چې نړیوال غبرګونونه له ځان سره لري، بلکې تر هر څه وړاندې د افغانستان د خلکو باور ته زیان رسوي.

د امریکا ځانګړی استازی وايي، طالبانو لوېدیځو هېوادونو ته په ورستیو خبرو کې ژمنه ورکړې وه، چې ټولو نجونو ته به د زده کړو اجازه ورکوي.

وېسټ دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د طالبانو د همدې اقدام له امله په دوحه کې د طالب استازو او امریکا د استازو تر منځ خبرې لغوه شوې.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 149114

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149114/

جمهور
  https://www.jomhornews.com