امربالمعروف وزارت:

پارکونو او د تفریح ځایونو ته د ښځو او نارینه وو د ورتګ ورځې به جلا وي

7 حمل 1401 ساعت 10:31

د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایي، له دې وروسته د کابل ښار او مربوطاتو په ټولو پارکونو کې د نارینه او ښځینه و د ورتګ ورځې جلا وي.


د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایي، له دې وروسته د کابل ښار او مربوطاتو په ټولو پارکونو کې د نارینه او ښځینه و د ورتګ ورځې جلا وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، يکشنبې، دوشنبې او سه شنبې ورځې به د ښځینه و لپاره ځانګړې وي او د چهارشنبې، پنجشنبې، جمعې او هفتې ورځې به د سړیو لپاره ځانګړې وي.
 
دغې اعلامیې کې ویل شوي، چې ښځې که د کابل هرې تفریحي سیمې ته ځي، باید حجاب مراعات کړي، ګنې ورسره قانوني چلند کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149120

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149120/

جمهور
  https://www.jomhornews.com