د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایي، له دې وروسته د کابل ښار او مربوطاتو په ټولو پارکونو کې د نارینه او ښځینه و د ورتګ ورځې جلا وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، يکشنبې، دوشنبې او سه شنبې ورځې به د ښځینه و لپاره ځانګړې وي او د چهارشنبې، پنجشنبې، جمعې او هفتې ورځې به د سړیو لپاره ځانګړې وي.
دغې اعلامیې کې ویل شوي، چې ښځې که د کابل هرې تفریحي سیمې ته ځي، باید حجاب مراعات کړي، ګنې ورسره قانوني چلند کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل