امریکا او ناټو افغانستان کې د خپلې ماتې جبران په اوکراین کې لټوي

8 حمل 1401 ساعت 8:39

واشنګټن ایکزماینر په یوه اوږده تحلیل کې لیکلي، ناټو او امریکا هڅه کوي افغانستان کې خپله ماتې په اوکراین کې جبران کړي.


واشنګټن ایکزماینر په یوه اوږده تحلیل کې لیکلي، ناټو او امریکا هڅه کوي افغانستان کې خپله ماتې په اوکراین کې جبران کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مطلب لیکوال ویلي، ناټو د خپل تاریخ تر ټولو ستره او شرمناکه ماتې په افغانستان کې وخوړه او دې مسئلې د ناټو سازمان نړۍ ته یو کمزوری سازمان معرفي کړ.

په مطلب کې راځي، د دې تر څنګ بایډن په افغانستان کې د رامنځ ته شوي وضعیت له امله ځان ته د امریکا د ناکام ولسمشر لقب خپل کړی او په نړۍ کې یې د امریکا موقف ته سخته ضربه رسولې ده.

سرچینه زیاتوي، له همدې امله امریکا او ناټو په ګډه هڅه کوي چې د اوکراین وضعیت کنټرول کړي او افغانستان کې خپله سترې ماتې په اوکراین کې جبران کړي.

د مطلب لیکوال وايي، د ناټو او امریکا سیاستوال په دې باور دي چې که د اوکراین جګړه له روسیې وګټي نو خپل بایللی حیثیت به بیا ترلاسه کړي، نو له همدې امله یې هر ډول مرستې او کمک ته ټټر وهلی څو اوکراین د روسیې پر وړاندې بریا ترلاسه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 149137

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149137/

جمهور
  https://www.jomhornews.com