۰

امریکا او ناټو افغانستان کې د خپلې ماتې جبران په اوکراین کې لټوي

دوشنبه ۸ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۹
واشنګټن ایکزماینر په یوه اوږده تحلیل کې لیکلي، ناټو او امریکا هڅه کوي افغانستان کې خپله ماتې په اوکراین کې جبران کړي.
امریکا او ناټو افغانستان کې د خپلې ماتې جبران په اوکراین کې لټوي
واشنګټن ایکزماینر په یوه اوږده تحلیل کې لیکلي، ناټو او امریکا هڅه کوي افغانستان کې خپله ماتې په اوکراین کې جبران کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مطلب لیکوال ویلي، ناټو د خپل تاریخ تر ټولو ستره او شرمناکه ماتې په افغانستان کې وخوړه او دې مسئلې د ناټو سازمان نړۍ ته یو کمزوری سازمان معرفي کړ.

په مطلب کې راځي، د دې تر څنګ بایډن په افغانستان کې د رامنځ ته شوي وضعیت له امله ځان ته د امریکا د ناکام ولسمشر لقب خپل کړی او په نړۍ کې یې د امریکا موقف ته سخته ضربه رسولې ده.

سرچینه زیاتوي، له همدې امله امریکا او ناټو په ګډه هڅه کوي چې د اوکراین وضعیت کنټرول کړي او افغانستان کې خپله سترې ماتې په اوکراین کې جبران کړي.

د مطلب لیکوال وايي، د ناټو او امریکا سیاستوال په دې باور دي چې که د اوکراین جګړه له روسیې وګټي نو خپل بایللی حیثیت به بیا ترلاسه کړي، نو له همدې امله یې هر ډول مرستې او کمک ته ټټر وهلی څو اوکراین د روسیې پر وړاندې بریا ترلاسه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي