کابل کې د یوه صراف د وژل کېدو په تور څلور تنه نیول شوي دي

8 حمل 1401 ساعت 8:57

امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په کابل کې د یو صراف د وژل کېدو په تور څلور کسان نیولي دي.


امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په کابل کې د یو صراف د وژل کېدو په تور څلور کسان نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، امنیتي ځواکونو هغه څلور کسان نیولي دي چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې یې په کابل کې یو صراف په ډېرې بې رحمۍ سره وژلی و.

نوموړي زیاته کړې، په نیول شویو کسانو کې دوې ښځې او دوه سړي شامل دي.

ویل کېږي چې نیول شویو کسانو کې یوه یې د وژل شوي صراف مېرمن ده.

ځدراڼ ویلي چې تورن کسان یې د پلټنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149140

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149140/

جمهور
  https://www.jomhornews.com