کندهار کې ۴۲ تنه د غوا په ورږو مسموم شوي دي

8 حمل 1401 ساعت 9:44

سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې ۴۲ تنه د تازه لنګې شوې غوا د ورږو یا کنډ له خوړولو وروسته مسموم شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې ۴۲ تنه د تازه لنګې شوې غوا د ورږو یا کنډ له خوړولو وروسته مسموم شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په ناصرانو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند مولوي محمود اعزام وايي، دغه مسموم شویو کسانو کې ۱۲ ښځې او یو شمېر ماشومان هم شامل دي.

نوموړي ویلي، د مسموم شویو کسانو له ډلې یوه تن ساه ورکړې او ۴ نور هم د کوما حالت کې دي.

د والي ویاند په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149145

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149145/

جمهور
  https://www.jomhornews.com