۰

کندهار کې ۴۲ تنه د غوا په ورږو مسموم شوي دي

دوشنبه ۸ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۴
سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې ۴۲ تنه د تازه لنګې شوې غوا د ورږو یا کنډ له خوړولو وروسته مسموم شوي دي.
کندهار کې ۴۲ تنه د غوا په ورږو مسموم شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې ۴۲ تنه د تازه لنګې شوې غوا د ورږو یا کنډ له خوړولو وروسته مسموم شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په ناصرانو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند مولوي محمود اعزام وايي، دغه مسموم شویو کسانو کې ۱۲ ښځې او یو شمېر ماشومان هم شامل دي.

نوموړي ویلي، د مسموم شویو کسانو له ډلې یوه تن ساه ورکړې او ۴ نور هم د کوما حالت کې دي.

د والي ویاند په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي