پاکستان ته قاچاق کېدونکې وسلې ونیول شوې

8 حمل 1401 ساعت 10:19

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د وسلو یوه سترمحموله چې پاکستان ته قاچاق کېدله نیولې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د وسلو یوه سترمحموله چې پاکستان ته قاچاق کېدله نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ننګرهار کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله احمدي وايي، په دغه محموله کې ۳۴ میله سپکې او درندې وسلې شاملې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونو دغه وسلې د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې نیولي او ورسره یې یو قاچاق کوونکی هم نیولی دی.
 
د یادونې ده، چې څه موده وړاندې هم ننګرهار کې هغه وسلې او مهمات ونیول شول، چې پاکستان ته په قاچاق وړل کېدې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 149151

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149151/

جمهور
  https://www.jomhornews.com