فراه کې یو زرګر وژل شوی دی

8 حمل 1401 ساعت 13:54

عیني شاهدان وايي، د فراه ولایت مرکز فراه ښار کې یو زرګر د پېژانده وسله والو کسانو په ډزو و وژل شو.


عیني شاهدان وايي، د فراه ولایت مرکز فراه ښار کې یو زرګر د پېژانده وسله والو کسانو په ډزو و وژل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عیني شاهدان وايي، دغه زرګر مسلم نومېږي او تېره شپه د فراه ښار شمالي لور ته د قلعه بهبود په سیمه کې د ناپېژانده وسله والو تر برید لاندې راغی.

د سرچینې په وینا مسلم د کور پر لور روان و، چې په یاده سیمه کې وسله والو پرې ډزې کړې او وژلی یې دی.

دوی زیاتوي، چې په دغه برید کې د مسلم ورور صادق ټپي شوی دی.

تر اوسه د دغه قتل عوامل نه دي معلوم او سیمه ییزه چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 149167

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149167/

جمهور
  https://www.jomhornews.com