۰

فراه کې یو زرګر وژل شوی دی

دوشنبه ۸ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۴
عیني شاهدان وايي، د فراه ولایت مرکز فراه ښار کې یو زرګر د پېژانده وسله والو کسانو په ډزو و وژل شو.
فراه کې یو زرګر وژل شوی دی
عیني شاهدان وايي، د فراه ولایت مرکز فراه ښار کې یو زرګر د پېژانده وسله والو کسانو په ډزو و وژل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عیني شاهدان وايي، دغه زرګر مسلم نومېږي او تېره شپه د فراه ښار شمالي لور ته د قلعه بهبود په سیمه کې د ناپېژانده وسله والو تر برید لاندې راغی.

د سرچینې په وینا مسلم د کور پر لور روان و، چې په یاده سیمه کې وسله والو پرې ډزې کړې او وژلی یې دی.

دوی زیاتوي، چې په دغه برید کې د مسلم ورور صادق ټپي شوی دی.

تر اوسه د دغه قتل عوامل نه دي معلوم او سیمه ییزه چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي